سينما
From Wikipedia
نغمه د سندرو د ټاپو ښاپېرۍ
پښتو فولكلور د پښتو ژبې او ادب يوه شتمنه او بډايه برخه ده ، دغې برخې ته تر اوسه ډېره لږه پاملرنه شوېده، ښكلې او زړه راښكونكې څېره يې د هرچا خوښيږي، د سندرو پسته او كوډګره ژبه يې آن د اورېدونكو ډېرو شډلو ذهنونو ته هم لاره كوي. څه واياست دا به څوك وي؟ د شعر او سندرو د ټاپو دغه بدرو ښاپېرۍ ده!" نغمه" ښاپېرۍ ! نغمه د پښتو ژبې د ښځينه سندرغاړو د كتار په پيل كې راځي. نوموړې د دودونو ځنځيرونه مات كړل او په خپل ښځينه غږ سره يې د ښځو په وړاندې د ټولنې له بنديزونو پرده اوچته كړه.
دښاپېرۍ پېژندګلوي:
ښاپېرۍ نغمه د 1342ل كال دمرغومي په 11مه نېټه د افغانستان په كندهار ولايت كې زېږېدلې ده، ښاپېرۍ د كندهار يوازينۍ نوميالۍ مېرمن ده، چې په ټوله نړۍ كې پېژندل شوې او تر اوسه يې دسندرو 2500 كېسټونه ډك شويدي. پر دې سربېره نغمې په اروپا، اسيا او شمالي امريكا كې يو لړ كنسرتونه هم وركړيدي. نوموړې په وړوكتوب كې دسندرو ويلو ترڅنګ د سندرو ليكلو وړتيا هم درلوده، همدا لامل و، چې شاعره شوه او په دې وروستيو كې يې د شعرونو يوه ټولګه هم خپره شوه،. نغمه په پيل كې د خپلې كورنۍ له خوا له يولړ ستونزو سره مخامخ وه، خوهغې خپل كورني ځنځيرونه پرې كړل او په خپل سندريز غږ سره يې نورو ته هم دخپلواكۍ غږ ورساوه. كله، چې په كندهار كې د ښاپېرۍ ژوند له ګواښ سره مخ شو، كابل ته لاړه او هلته يې له كابل راډيو سره پر سندرو پيل وكړ. په هېواد كې د ناوړه شرايطو له امله نغمې په كابل كې خپلو سندرو ته دوام ورنه كړاى شو ، همدا لامل و، چې پاكستان او بيا له هغه ځايه يې بهر ته كډه وكړه.
موسيقي د نغمې له انده: نغمه دسندرو او موسيقۍ نړۍ ته له يوې موخيزې زاويې ګوري، د هغې په اند د انسانانو ترمنځ د مقصديت معيارونه جلا جلا دي، كه چېرې زموږ په ټولنه كې يو عمل د مقصديت معيار وګڼل شي حتمي نه ده، جې په بله ټولنه كې به هم خلك ورته په همدغه سترګه ګوري، خو تر كومه بريده، چې د موسيقۍ د مقصديت خبره ده، موسيقي د ټولو انسانانو شريك ارزښت دى او د هرې ټولنې په نفسياتو كې ځانګړى ځاى لري.هنر او موسيقي د انسان په ژوندانه پورې تړلاى څيز دى، انسان له موسيقۍ پرته د خپلو غمونو او خوښيو شريك نه لري، نغمه موسيقۍ ته د انساني ژوندانه د يوې څرګندې اړتيا په سترګه ګوري: " هر هنر ځانته ژبه او جوړښت لري، موسيقي هم د خپل ارزښت ا و اړتيا له مخې يوه بېله او ځانګړې ژبه ده، موسيقي په " سا، رې، ګا،ما، دا، ني، سا توريو ولاړه ده او دغه توري بيا د خپل نوعيت او څرنګوالي له مخې د موسيقۍ كيف او څرنګوالى رابرسېره كوي.
پښتو فولكلوريكه موسيقي:
پښتو فولكلور د پښتو ژبې او ادب يوه شتمنه او بډايه برخه ده ، دغې برخې ته تر اوسه ډېره لږه پاملرنه شوېده، د نغمې په اند د پښتو فولكلوريكې موسيقۍ لپاره محمددين زاخېل، ايوب، ګلزمان، اولمير ، سيدعالم، قمرګلې، ګلناربېګم، بخت زمينې او يوشمېر نورو د قدر وړ خدمتونه كړيدي.مېرمن پروين ، ناهيد او قمرګله هغه ښځينه سندرغاړې دي، چې سندرو يې دنغمې پر روح ډېره اغيزه كړې او د پرون په څېر يې نن هم سندرو ته غوږ ږدي. هغه وايي په پښتني ټولنه كې د سندرغاړو ارزښت او درناوى نشته، ګلناربېګم د پښتو موسيقۍ د پرمختيا او ودې لپاره ټول عمر وقف كړى و،هغې پښتو سندرو او پښتو موسيقۍ ته ترلتامنګيشكرډېركاروكړ،خوچايې دخدمتونو قدرونه كړ، لتا، چې موسيقي يې په ولس كې په سپېڅلتيا نمانځل كيږي، نړيواله څېره شوه، خو ګلنار دګور تر ورځې هم چا ونه پوښتله.
دشعر غوراوي :
هنر او موسيقي د شعر په ځواك سره غښتلې كيږي او ښكلا پيداكوي، څومره، چې شعر لوړ او د ذوقونو د خړوبتيا لامل وي، په همدغه كچه يې هنرمند او موسيقي هم غښتلې او ځواكمنه راځي. د نغمې په پخوانيو سندرو كې د شعرونوځواك له ورايه څرګندېده، خو په دې وروستيو كې يې په ناڅاپي توګه د بازاري شعرونو په لور مخ واړاوه. نغمه د شعر د غراوي په اړه وايي، چې كله كله د ميوزيك سنټرونو او خلكو له خوا د همدغسې سندرو فرمايشونه راځي، خو بيا هم هڅه كوم، ښكلى او قوي شعر غوره كړم. د نغمې په سندرو كې زياتره د بابرزي نوم راځي، خو هغه د بابرزي ترڅنګ دباري جهاني،ْ اسحاق ننګيال ،كاروان او رحمت شاه سايل شعرونه هم ډېرخوښوي. په غزلبولوسندرغاړو كې يې ايوب استاد، منګل، شاه ولي، خيال محمد او شاه محمد خوښيږي.
نغمه ددوو پوښتنوځواب وايي: په وروستيو شلو كلونو كې افغانی فرهنګي بهېر ډير زيان ليدلی چې په دی لړ كې هنرمندان په لومړي كتار كې راځي تاسې د يوې روڼاندې هنر مندې په توګه په دې هكله څه نظر لرئ؟ نغمه: د هرې ټولنې پېژندګلوي د هغوی دهنر له مخې كېږي، دا هنرمندان دي، چې په هره ټولنه كې په مشخصه توګگه د هغی ټولنې نمايندګي كوی څرنګه چې ټولنه مخكی ځی هنر او كلتور هم وده كوی ، په خواشينی سره بايد ووايم،چې دهنر په وړاندې زموږ د خلكو سلوكو او كړو وړو يوخوا او جګړې بلخوا هنر ته ډير تاوان رسولى او اوس هم څه چې د هنر مندانو سره كېږی ډير دردوونكي دي. زه د يوې ښځينه هنر مندې په توګه په خپله ټولنه كي د هنر وده ضروری بولم چې دا كار يوې كلتوري مبارزې ته ضرورت لري. موږ بايد هنر په يو لوړ انساني تفكر بدل كړو. په دې وروستيو كې له منګل سره په غبرګو كنسرتونو كې نه ليدل كيږئ؟ نغمه: موږ په امريكا كې ژوند كوو او له خپلې هنري ډلې نه لرې ياستو. كله چې هنري فعاليت لرو نوبياپاكستان ته ځوهلته اسانتياوې را ته برابريږی، په تلويزيون او راډيو كې راته وخت راكوي.
احمدظاهر ، د هنر هغه توتي دى،چې وخت او زمانه يې له غېږې نشي غورځولى، تر څو،چې وخت او زمانه وي ددغه سندغاړي نوم به مو هم پر شونډو غوړيږي. هغه يو رښتينى او د هنر پر مانا پوه سندرغاړى و؛ يو داسې سندرغاړى، چې د هنر له سندريز ډنډ نه راپورته شوى و. د هغه غږ او د سندرو سيورى به تر پېرونو پېرونو د خلكو پر ذهنونو او فكرونو غوړېدلى وي، دغه سيوري ته به ډېر" له غمه شنه " زړونه او ډېر نيمګړي ارمانونه پراته وي. احمدظاهر د ارمانجنو زړونو د تندې د خړوب نوم دى، يو داسې نوم، چې د ماشوم، زلمي او سپين ږيري درېواړو په خولو كې ګرځي. احمد ظاهر لا ډېر كوچنى و، چې له ساز او موسيقۍ سره يې مينه وه، پلار يې " ډاكټر عبدالظاهر" د وخت صدر اعظم و، ټولنيز چاپېريال او پر ټولنه واكمنو شرايطو دې ته نه پرېښوده، چې زوى يې يوه داسې ډنډ ته ولويږي، چې هنرپوهان يې د سندرو او عام خلك يې د چټليو او مرداريو ډنډ بولي. احمد ظاهر ددغه سندريز ډنډ د لامبو لېوال و، هغه د بنديزونو پروا ونه كړه او ځان يې د هنر د شنو اوبو ماهى كړ. ظاهر هويدا لومړنى كس و، چې له احمدظاهر سره يې د هغه په ژونديتابه او د صدراعظم په خوشالولو كې د منځګړي رول ولوباوه. هغه په خپل كوډګر ليك سره صدراعظم ډاكټر عبدالظاهر دې ته اړ اېست، چې د احمدظاهر د هنري چارو ملاتړ وكړي. احمد ظاهر دغه مهال د حبيبيې لېسې د هنري ډلې غړى و. نوموړي د كابل نندارې په يوه جوړ شوي كنسرت كې د "حبيبيه ستوري" ستاينوم ترلاسه كړ. دغه ستاينوم ظاهر نور هم وهڅاوه، چې د هنر او موسيقۍ لاره ټينګ و ساتي. احمد ظاهر په خپلو سندرو كې تر ډېره بريده پر شعر او كمپوز ټينګار كاوه، همدغه شعر او كمپوز و، چې د احمد ظاهر شخصيت يې د يوه رښتيني هنرمند په توګه راجوت كړ. يوڅه وخت وروسته احمد ظاهر له خپل پلار سره هند ته لاړ. په هند كې يې د هنر او موسيقۍ په برخه كې ډېر پرمختګ وكړ او كله، چې بېرته هېواد ته راستنېده،له ځان سره يې نوي څيزونه او نوښتونه هم راوړي وو. د احمد ظاهر تر ټولو غوره نوښت دا و،چې د ختيزې او لويديزې موسيقۍ د الاتو په ګډون سره يې هېوادنۍ موسيقۍ ته يو نوى رنګ ور وباښه. احمد ظاهر، چې كله فارغ شو په كابل او هندكې يې پيداګوژي ولوسته او يوڅه وخت يې په " كابل ټايمز" او " افغان فلم " كې كار وكړ. پر 1350ل كال د احمد ظاهر د بخت ستورى راوخوت. هغه د كال غوره سندرغاړى ونومول شو او دغه نوم يې تر ډېره ژوندى وساته. احمد ظاهر 13 كلن و، چې ګوتې يې پر هارمونيه، فلوت او اكوردين روږدې شوې. احمد ظاهر درې ځله واده وكړ، خو دده په وينا يوه هم نېكمرغه نه كړ. له لومړنۍ مېرمنې نه يې د احمد رشاد په نوم يو زوى پاتې شو. له وروستنۍ مېرمنې يې د شبنم په نوم لور پاتې ده، چې دده تر مرګ يوه ورځ وروسته و زېږېده. احمد ظاهر د ژوندانه په لوړ ژورو كې له ګڼ شمېر ستونزو او خنډونو سره مخ شو، وګواښل شو ، بندي شو او په پاى كې د 1358 كال د غبرګولي د مياشتې په 23 مه نېټه په يوه ترافيكي پېښه كې ووژل شو. احمدظاهر مړشو، كه ووژل شو؟ محبوب الله "پاچا" د احمدظاهر له نږدې ملګرو ګڼل كېده. يوه ورځ پاچا،احمدظاهر او د ظاهر دوه خويندې د سالنګ په لور په مېله ووتل. د تګ پرمهال يې ډېر څښلي و، پاچا پر جلب ، احمد ظاهر يې ترڅنګ او خويندې يې په وروستيو سېټونو كې كښېناستې. موټر په كيڼ لاس په ډېر سرعت سره حركت كاوه، احمد ظاهر د تبلې پر غږولو بوخت و، ناڅاپه يوغټ لارۍ موټر ورسره مخامخ كيږي، موټر له غره سره ټكر كيږي، چپه كيږي او د سېټ يوه اوسپنيزه ميله د احمد ظاهر پر ككرۍ وربرابريږي. احمد ظاهر لومړى د پروان د چاريكارو روغتون ته وړل كيږي، هلته يې درملنه ناشونې وي، وروسته كابل ته وړل كيږي، خو تر درملنې مخكې ساه وركوي. د كابل د ترافيكو دوخت مدير" نعيم خان" وايي، پر احمد ظاهر د ډزو هبره غلطه ده، دا يو تصادف و، پر پاچا د جرم اثبات نه كېده، ځكه د جرم داسې څرګنده نښه نه وه، چې هغه مو پرې نيولى واى. د نعيم خان برخلاف ، ځينې پر دې ګروهه دي، چې پاچا رشوت خوړلى و، احمد ظاهر يې په چل سالنګ ته بوت او هلته يې د ګلبهار د نساجۍ د مرستيال " سنګر" په مرسته وواژهاو په خپله بهر ته لاړ. دا، چې احمد ظاهر مړشو او كه ووژل شو، دا لا د يوې معما په بڼه پاتې ده، خو راتلونكي بهيرونه ښايي د ددې پېښې جزئيات نور هم بربنډ كړي. احمدظاهر او څو خاطرې: يوه ورځ "ګرځندوى " ته مخامخ له خپلو ملګرو سره پر خبرو بوخت و، چې پلار يې راغى. كله يې ، چې د پلار سترګې پرې ولګېدې ويې كنځه او ويې ويل: كلونه كلونه سفير، وزير او صدراعظم پاتې شوى يم، خو خلك مې اوس ستا په نوم پېژني. ډاكټر ظاهر له صدارت څلورلارې نه د قواى مركز د روغتون په لور رهي و. پر لاره پر نجونو پېښ شو، هغوى سره وسپڼېدې: هغه دى د احمد ظاهر پلار!! ډاكټر غوسه شو:”صدر اعظم مې نه بولي خو د احمد ظاهر پلار مې بولي”! يوځل د جلال اباد بهسودو ته تللى و، چې ګوډۍ ( كاغذپران) والوزوي. د كاغذ پران په سيالۍ كې ګڼ شمېر كسانو برخه اخستې وه. خلك هيله من و، چې احمد ظاهر به يې ګټي، خو احمد ظاهر ناكام شو او ګوډي پران يې ازاد شو. يوه ورځ سپين زر رسټورانټ ته ننوت، چاى، ډوډۍ يې لانه و راغوښتي،چې د رسټورانټ څښتن يې په مخ كې راشين شو او پور يې ترې وغوښت. احمدظاهر پر جيبونو لاس وواهه ، خو څه پكې نه و. د رسټورانټ څښتن ته يې وويل، چې كنسرت به وركړم، پور به دې پرې خلاص شي. حبيب قادري؛ ګام پر ګام برياليتوب!
د حبيب ترټولو غوره هيله دا ده ،چې افغاني موسيقي په يوه داسې بڼه واوړي، چې د نوي توكم لپاره زړه راښكونې او له ورځنيو هنري پرمختياوو سره سياله او همغاړې واوسي. د حبيب قادري نوم له سخت كار، زيار او پرله پسې هڅو سره يوځاى راځي. دغه زيار او پرله پسې هڅو نوموړى د نړيوال شهرت او نړيوالو برياليتوبونو تر پوړيو ورساوه. له تېرو لسو كلونو راسې د حبيب ښكلو، عشقي، تخيلي او صوقيانه سندرو خواره واره افغانان دې ته اړ اېستي، چې د حبيب سندرو او هنر ته خپلې غېږې پرانيزي.هغه په خپل هنري بهير كې ديوه بريمن هنرمند په څېره راڅرګند شو او له استاد مهوش، فيض قادري، ليلا فروهر( اېرانۍ)، شهره او نورو نوموتو سندرغاړو سره يې پريوه سټېج دهنر او سندرو اظهار وكړ. حبيب د خپل هنر او سندريزو حركاتو له امله دومره مشهور، او پر زړونو ته پرېوت ، چې په كنسرتونو او سندريزو محفلونو كې يې له سندرو او غزلو سره د خلكو په زړونو كې د نڅاوو مينه او ذوق راټوكيږي. حبيب قادري د كمونستي پېر د يوه لوړپوړي چارواكي سلطان عزيز قادري زوى دى. حبيب خپلې لومړنۍ زده كړې د كابل د كارته ْ پروان په "شيرينو" ښوونځي كې بشپړې كړې،خو كله،چې د ربړو اوځورونو وېره ور ولوېده، په 1361ل كال يې له كورنۍ سره يوځاى هند ته كډه وكړه. هلته نومړي كوښه وكړ، چې له موزيك سره تړلې مينه يې وده وكړي، لومړى يې له لويديز موزيك سره ځان روږدى كړ، وروسته يې بيا دتبلې پر زده كړه پيل وكړ.تبله د قادري د موزيكالو وسايو هغه برخه وه، چې د غږولو پرمهال به يې خوند او لذت ترې اخست.د قادري ددغه زړه راښكون انعكاس د نوموړي په لوړ نغمه ييز اهنګ كې رابرسېره كيږي. كله، چې پر 1363ل كال لاس انجلس ته لاړ ، خپله لومړنۍ هيله يې غوړېدلې وليده او ډېر ژر په " كوستاميسا" سندريز ښوونځي كې شامل شو، څلور كاله وروسته حبيب له ښوونځي فارغ و او غوگتل يې په نورو څانګو كې هم زده كړه وكړي. پر 1367ل كال يې پرېكړه وكړه، چې له " اورنج كوسټ" كالج نه د ادارې او مالوماتي سستم په څانګه كې سند تر لاسه كړي.خو پر دې ټولو سربېره حبيب خپل احساسات پردي نه كړل ، بهرميشتي افغانان يې د خپل غږ او سندرو مخاطبان وګڼل او دغه مخاطبان يې تر ډېره بريده له خپلو سندرو او هنري هڅو خبر وساتل. حبيب غوښتل نوى افغان نسل له خپل هيوادني هنر ، دود او كولتور نه خبر وساتي او ددغه هنر او كولتور د خونديتابه لپاره يې وهڅوي، دحبيب قادري دغه هيله تر ډېره بريده بريالۍ وخته ، نوموړي دخپل هنر او موسيقۍ كړۍ پراخه كړه ، موسيقۍ ته يې نوى رنګ وركړ او په دغه رنګ كې يې نوى نسل هم ورسره رنګ كړ. حبيب د لاس انجلس په موزيكل ښوونځي كې د لويديزې موسيقۍ د زده كړې ترڅنګ د افغان – هندو موسيقۍ پخواني ( كلاسيك) تړاو هم څاره، خو د نومړي موخه جوته وه او هغه دا، چې غوښتل يې له نړيوال معيار سره د خپلې افغاني موسيقۍ رېښې ونښلوي. وروسته يې د " حبيب غږ" په نوم د موسيقۍ د يوه مركز بنسټ كښېښود، خو د حبيب ترټولو غوره هيله دا وه ،چې افغاني موسيقي په يوه داسې بڼه كې سره واوډي، چې د نوي توكم لپاره زړه راښكونې او له ورځنيو هنري پرمختياوو سره سياله او همغاړې واوسي. كله، چې حبيب د " چادرګلنار" په نوم خپل لومړنى البوم خپور كړ، د مينه والو له تاوده هركلي سره مخ شو. دحبيب دوهم البوم تر خپريدا مخكې په شپږو هېوادونو كې پلورل شوى و.ددغه البوم ( جانومي) سندره، خو يې بيخي ژبه په ژبه ګرځېده. "ساحل" د حبيب درېيم البوم و،چې دنوموړي په هنري وده، شهرت او شخصيت كې يې ستر رول ولوباوه. حبيب پر بيلابېلو ستونزو سربېره هنر پرېنښود، حبيب هنر ته ژمن پاتې شو اوكله چې پر 1375 ل كال لا په خپل نړيوال هنري سير بوخت و، د ګلونو دناوې په نوم ې يو بل سندريز البوم هم خپور شو. حبيب ددغه البوم په اړه يوه نادره خبره وكړه: " ددغه البوم د خپراوي پرېكړه مې ځكه وكړه، چې ځينې سندرې جادويي ځانګړنې لري او د سړي په واك كې نه وي، زما په اند دغه ډول سنمدرې بايد ژر ثبت شي". كله، چې حبيب پر 1375ل كال په نيويارك كې كنسرت وركړ، پر خپلو برياليتوبونو نور هم ډاډمن شو، دغه ډاډ حبيب ته دا ځواك وركړ، چې د (Golden dreams) ( زرين خوبونه) په نوم خپل څلورم البوم هم خپور كړي.تر دې وروسته په كاناډا كې دافغانانو فرهنګي ټولنې حبيب ته د د موسيقۍ د بلبل لقب وركړ. دغه لقب تردې مخكې احمدظاهر ته وركړل شوى و. حبيب په لقبونو بسيا نه شو، خپل هنري فعاليتونه يې جاري وساتل او د " مهمان يار" په نوم يې د سندرو پنځم البوم هم خپريدو ته چمتو كړ، ددغه البوم د ډېرى سندرو كمپوز پخپله حبيب كړى و. حبيب د خپلو ثبتونو په لړ كې د ملګرو ونډه هم له ياده نه باسي: " زه د خپلو ملګرو په اړه ډېر څه نشم ويلاى، خو دومره به ووايم، چې له نږدې نهو كلونو راهيسې زمادهنري چارو مرستندويان دي، ماته وفادار دي". ملګري يې نه يوازې د يوه كوډګر غږ څښتن بولي ، بلكې د سندرو د يوه ښه ليكوال په توګه يې هم پېژني.حبيب وايي: " موږ په تجربو كې ستر شوي يو، همدا لامل دى، چې موسيقي مو بدلون مومي، خو ارزونه يې ثابته ده. زمالومړنى البوم له وروستنيو هغو سره توپير لري او زه كوښښ كوم يوازې خپل سبك پر مخ بوځم". حبيب قادري غواړي د صوفي شاعر " عشقري" په نوم د موسيقۍ ښونځى جوړ كړي او دغه ښوونځى وكولاى شي دافغانستان موسيقۍ ته يوه نوې او ژوندۍ اروا وروبښي.
ناشناس"، د"فطرت" يو كوډګر غږ
"ناشناس" د سندريزو ټاپوګانو د يوه پېژاندي پاچا"ډاكټرصادق فطرت" پېژاندى نوم دى، يو داسې نوم، چې پر افغان ولس سربېره په نورو پرګنو او ولسونو كې هم شور او ذوقونه زېږوي. دموسيقۍاو هنر د رڼو اوبو يوه لوړه سرچينه او يوه ستره هستي، چې ګڼ شمېر ذوقونه ترې خړوبيږي. ناشناس د افغانستان د اوسمهالې موسيقۍ هغه ريالسټيك غږ او څېره ده، چې هنر او موسيقي يې په خپله رښتينې بڼه راپېژندلې ده، غږ يې جادو كوي او شعر او موسيقي يې پر زړونو او دماغونو راج!! د ناشناس د هنر له هرې لپې نه سندرې توييږي او دغه سندرې بيا تږو ذوقونو ته د خړوب زېرى! د كليد په دې ګڼه كې له "ناشناس" سره غږېږو،ناشناس به موږ له ډېرو څيزونو خبر كړي: ناشناس صېب! څنګه كولاى شو د بازاري هنر ټغر ټول كړو او موسيقۍ ته دښوونځيو له لارې اكاډميكه بڼه وركړو؟ ډېره ژوره پوښتنه ده، دا موضوع په ټولو هېوادنو كې مطرح ده. د اكاډميكتوب يوه لاره يې داده، چې د پوهنې وزارت يوه برخه واوسي. داسې نه، چې دوى دې د هنرمندانو يوه برخه فارغه كړي، بلكې دا، چې موسيقي پوهان او موسيقي پېژندونكي رامنځته كړي. دغه كار د بازاري هنر مخه نيسي. كه اورېدونكي اكاډميك وي، هغوى بازاري هنر نه مني او نه يې اوري. په كوچنيو كورسونو كار نه كيږي، موسيقي بايد د زده كړې يوه برخه وګرځي ، دا كار په دولت او حكومت پورې اړه لري. تاسې،خو په پښتو څانګه كې زده كړې او دكتورا لرئ، پر موسيقۍ او پښتو ادبياتو مو څه څيړنه كړېده؟ په پښتو كې مې له بده مرغه څه خاص تحقيق نه دى كړى. د سندرغاړو پيژندګلوي كه وګورئ ډېر كم سندرغاړي به وي، چې تحقيق يې كړى وي. په پښتو كې كافي څيړنه شوې، كه سړى غواړي نور هم څه پرې زيات كړي بايد ډېر وخت وركړي او كه زه دغه كار وكړم له موسيقۍ وځم. چا، چې دغه كار كړى د هغو په ګرد پسې نه رسم. ما دشعر د انتخاب او طرز په برخه كې ډېره پاملرنه كړېده.ما ځان موسيقۍ نه وقف كړى او كه پر نورو لارو لاړ شم دا وړۍ به نيمګړې رانه پاتې شي. ناشناس صېب! كه له خپلې لومړنۍ سندرې يوڅه راته ووايئ؟ لومړنۍ پښتو سندره مې "تورې سترګې خماري- درته كړم نالې زاري" ده او په دري كې بيا "حاصلم ز مزرع..." ده. كومه سندره دې ډېره خوښيږي؟ زما ټولې سندرې خوښيږي، زما دبچيانو په څېر دي. د ګرجستان يو متل دى: " كه هرڅو معيوب وي، محبوب وي".كه كمزورې دي، هڅه كوم بيا يې ووايم او سمې يې كړم. " زه خو شرابي يم شيخه ته راسره جنګ كړې" دامې ډېره خوښيږي، دامې 40 كاله مخكې ويلې ده. دلته د انسان دتقدير موضوع مطرح ده، دا ستره فلسفه ده، دلته له شرابي نه د تقدير معناده، خو دا ډېر اوږد بحث دى. تاسو په كابل كې ارامې سندرې ويلې، خو دا اروپايي سندرې مو يوڅه مستې شوې دي؟ په افغانستان كې زما95% سندرې لبسنګ شوې دي، په بك ګرونډ كې موسيقي چالانه وي او سړى يوازې شونډې خوځوي. هلته مستي او خوځېدا نه وي او يوڅه ساختګي هم راځي، خو دلته په سټېج ژوندۍ راغلې، په دې كې خامخا حركات وي. د مخ عضلات حركت كوي. په فرهنګ پورې هم تړاو مومي، زموږ په موسيقۍ كې سنګيني او متانت شته، خو په اروپا كې دغه شى بې روحه بلل كيږي،دلته حركات حتمي دي. تاسې ويلي و،چې هيڅ وخت به چاربيتي او كنسرت نه ور كوم؟ دا ما په وطن كې ويلي و،خلكو غوښتنه وكړه، چې زموږ كډوال له فرهنګه لرې پاتيږي، همدا لامل و،چې بېرته مې دې شيانو ته مخه وكړه او پر خپلو وعدو مې پښه كښېښوه. دا د ناشناس د نوم په اړه كه يوڅه راو غږېږئ، ويل كيږي سندرې مو له پلره پټې ويلې؟ ستونزې ډېرې وې، ارمونيه مې تر بړستنې لاندې وهله، اواز مې نه جګاوه. كورنۍ مو يوه اخوندزاده كورنۍ وه، ټول مولويان وو، نو هغوى موسيقي بدعت باله او كه بدعت نه و، خو د چاپېرچل كلتور هم يوڅه بنديزونه لګول. په پيل كې مې د ناشناس نوم كاوه، خو وروسته خبره سره رسوا شوه. اوس ازاد يم څه ستونزه نشته. كه د خپلو البومونو په اړه يوڅه ووايئ؟ ما په دې تېرو څو كلونو كې البومونه ثبت كړيدي، په اردو ژبه مې هم ثبت كړيدي.د افغاني هندوانو، پاكستانيانو او هندوانو لپاره دي.موږ يو تربله اړيكي لرو، زموږ يوه رېښه ده، زموږ فولكلوريكې كيسې او نور څيزونه ، د تبلې د وزن او راګونو اشتراك زيات دى. اوس دې كوم نوى البوم نه دى چمتو شوى؟ په دري او اردو ژبو كې مې د " ديارناشناس" او " خربات مغان " په نومونو دوه البومونه راوتلي دي. نوې سندرې مې هم تر لاس لاندې دي، يو اووه مياشتې وروسته به كه خداى كړل بل البوم هم راوباسم، خرابات مغان يوه مياشت كيږي، چې بازار ته وړاندې شوى دى. استاده واده مو په خپله خوښه كړى، كه د مور او پلار په خوښه؟ زه د واده پلوي نه وم، خو دطبعيت غوښتنه ده، مسووليت يې راته خورا ستونزمن و. تر 38 كلنۍ مې ځان وژغوره، وروسته يې مجبور كړم، مور او پلار مې واده راته وكړ. عكس يې راته راوړ ،خو قبول مې نه كړ. ما وې دومره ښايسته هم نه وي، چې غونډې ته يې بوځم خلك غونډه پرېږدي او ټول زما د ماينې په ننداره شي او دومره بدرنګه هم نه، چې .... ناشناس صېب د خپلو زده كړو او استوګنې په اړه يوڅه وواياست؟ 12- 13 كاله كيږي، چې په لندن كې اوسم، يو كال په پاكستان كې وم. 12 مې په كابل كې ويلى، د كابل پوهنتون د حقوقو او اقتصاد نه فارغ يم. په پښتو او روسي ادبياتو كې دكتورا او ماسټري لرم.( له اوومې سټوډيو په مننه)
ريمبها، د هندي سينما دچاغو نجونو ميره!
ساجن ډولي ليكر انا، جلاد، جرمانه، جنګ، جودوا، قهر، ګهروالې بهروالې، بندهن، جهوټ نهي بولتا او ځينې نور د ريمبها مشهور او په زړه پورې فلمونه بلل كيږي. كله، چې " زړه ماته راكړه" نندارې ته كېښودل شو، مينه والو ډېر ژر يوې مينه ناكې، شهواني او لږ څه چاغې جينۍ ته خپل زړونه وركړل. خونخواره كليواله مرغۍ د زړونو پر خوراك بوخته وه ،خلكو شعارونه وركول: مينه مو ستا، زړونه درځار!! دا د ريمبها د لومړني فلم " الاتاى الي تا" زړه ماته راكړه" په اړه د هغې د مينانو او د سينما د مينه والو د بدرګو او هركليو تاوده شعارونه وو. دغه شعارونه هغه وخت لا هم تاوده شول، كله، چې ريمبها د تامل سينما د ښځينه كردارونو سلطانه وبلل شوه. ريمبها ته دغه سلطنت خپلو مينه والو او فلم ليدونكو وركړ، ددغه سلطنت ګدۍ اوس هم د سينما د مينه والو په اوږو وړل كيږي. ريمبها، دهندي سينما ښكلې څېره 22 كاله مخكې د جون د مياشتې په پنځمه نېټه په اندراپردېش ايالت كې وزېږېده. پلار او موريې " وينكتيسوارا او شاراني" نومېدل، وررو يې " سرينيواس" او مشره خور يې "بانو" نومېده. د ريمبها په څېره كې مينه او په وجود كې يې ښكلى او پاروونكى چاغښت ترسترګو كيږي، قد يې 4،5 فټو ته رسيږي. ريمبها په كوچنيتوب كې د اندرا پردېش په يوه ښونځي كې درس وايه، خويندو يې ودونه وكړل او ورور يې د لوړو زده كړو لپاره بنګلور ته لاړ. ريمبها په كر كې يوازې پاتې شوه، هغې خپل يوازېتوب ته په فلمونو او سندرو ماته وركوله. د ريمبها ترور په مدراس كې اوسېده، هغې له ريمبها نه وغوښتل، چې مدراس ته ورشي او هورې له خپلو خورلڼو سره سبقونه ووايي. ريمبها د ترور غوښتنه ومنله او د مدراس په چكر ووته. ريمبها په تن چاغه او په څېره ښكلې وه، د مدراس خلكو چاغې او په تن ښكلې جينۍ ډېرې خوښولې، كله، چې به په ښونځي كې نجونو د ښكلو او چاغو نجونو په اړه بحث كاوه، ريمبها به د هرچا په خوله وه، د ستاينو بهير ريمبها د غرور او ښايست ملكه كړه، دغه ملكه نوره د ښوونځي په مشهورو او نوموتو نجونو كې شمېرل كېده. يوه ورځ په ښوونځي كې د ښونځي كالنۍ غونډه وه، د ښونځي مدير له ريمبها نه وغوښتل، چې د سټېج( دريځ) چارې پرمخ بوځي، ريمبها سر غړاوه، خو د مدير په ډېره ټينګاره اړه شوه سټېج ته پورته شي. هغه ډېره ښكلې وغږېده، هره خبره يې په چكچكو بدرګه كېده. دا د هغې د وينديۍ پيل و، وروسته نو رسمي او نارسمي غونډو مشهوره ويندويه وه. ريمبها د مېلمنو له خوا په جايزو ووياړل شوه، خو دايې هم وغوښتل، چې د فلمونو ښځينه رولونه يې پر غاړه واخلي، دا دريمبها د هنري چارو پيلامه وه. د ريمبها دوه نور فلمونه " درې ګلان" او" سنداراپرشان" و، چې په دويم هغه كې يې ديوې شوخې نجلۍ رول لوبولى و، ددغه فلم تخنيكي چمتووال ( پروډيوسر) د هغې ورور و. ريمبها وروسته باليووډ ته لاړه او په ګڼ شمېر هندي فلمونو كې يې رولونه تر سره كړل. ساجن ډولي ليكر انا، جلاد، جرمانه، جنګ، جودوا، قهر، ګهروالې بهروالې، بندهن، جهوټ نهي بولتا او ځينې نور يې مشهور فلمونه دي حديقه كياني څوك ده؟!
حديقه كياني يوه پاكستانۍ سندرغاړې ده، چې په اردو موسيقۍ كې د يوه جلا او زړه راښكونكي سبك څښتنه ده. پاكستانيان يې د سروزرو جينۍ بولي، دلقب لامل يې ځاني ښكلا او د موسيقۍ جلا او په زړه پورې لاره بلل كيږي. حديقه كياني د راولپنډي په " سيران پټوار" ښار كې نړۍ ته سترګې پرانستې دي. كياني په يوه هنري او هنرپاله كورنۍ كې خاپوړې وكړې او ډېر ژر له هنر او موسيقۍ سره وتړل شوه. كياني درې كلنه وه، چې له سر نه يې د پلار سيورى ولوېد، كورنۍ يې د پاكستان د هنرد ملي ټولنې استازې وه. دغه استازيتوب كياني ته لاس وركړ او د پاكستان د هنري ټولنې غړې يې وګرځوله. كياني ، د لومړي ځل لپاره د پنډۍ په گلياقت هال" كې د زرګونو مينه والو په وړاندې راڅرګنده شوه. د كياني د اكاډميكو زده كړو په خاطر د پېنډۍ د "وقارالنساء" د نجونو د ښوونځي ور پرانستل شو. وروسته يې د پاكستان په استازيتوب په تركيه، اردن، بلغاريا، او يونان كې د ماشومانو په فسټيوالونو كې برخه واخسته. حديق كياني، دڅه وخت لپاره د سهيل رانا په "رنګ په رنګ نړۍ" اوونيزه خپرونه كې برخه واخسته، دغې خپرونې د كياني په هنري وده او شهرت كې ډېره مرسته وكړه. د نوموړې د زده كړو دوهم لوژيكل ځاى "عليګړ" ښوونځى و، وروسته دولتي كالج ته ولاړه او په كالج كې يې د هنر پر ارزښتونو ځان وپوهاوه. دغه مهال كياني له امجد بابي او خالد احمد سره د لاهور په تلويزيون كې د ماشومانو ميوزيكل خپرونې كولې. اوس د حديقه كياني د مينه والو شمېر مليونونو ته اوړي، كياني د كلاسيكې موسيقۍ په زده كړه كې د" فياض احمد خان" له تجربو او لارښوونو ګټه واخسته او كلاسيكه موسيقي يې په خپله ژوره معنا ولوسته. وروسته يې له عدنان سميع اړيكي ټينګ كړل او د هغه له تجربو يې هم ګټه ترلاسه كړه.حديقه كياني د هنر او موسيقۍ په ډګر كې يوه ځانګړې لاره، شخصيت او مينه وال لري. له موسيقۍ او سندرو سره د كياني ځانګړيو حركتونو او له اورېدونكو سره نېغو اړيكيو د هغې په محبوبيت كې زياتون راوست. په تېرو پنځو كلونو كې د حديقه كياني په هنري وده او سندريزتوب كې دېر توپير تر سترګو كيږي، كياني د كلاسيكې موسيقۍ پرځاى پاپ او لويديزې موسيقۍ ته ډېره غاړه ږدي. ويل كيږي كله، چې د حديقه كياني پلار مړ كېده او د نوموړي د مړي امبولانس يې ترڅنګ تېرېده، پر كياني يې ډېر اغيز وكړ، دغه اغيز حديقه كياني له رواني ستونزو سره مخ كړه ، همدا لامل و، چې مور يې وپتېيله، چې د موسيقۍ په يوه ښوونځي كې يې شامله كړي. حديقه كياني ډېر وخت د سندرو د شعر غوراوى، د سندرې كمپوز او ميلوډي پخپله ټاكي. يوځل حديقه كياني په سټوډيو كې د سندرو پر تمرين لګيا وه، د سټوډيو چارواكو سټوډيو روښانه كړې وه او غږ يې نېغ په نېغه ثبتېده، كله، چې دغه تمريني سندره ريكارډ او واورېدل شوه، دومره ښكلې او په زړه پورې وه، چې كياني يې د بيا ويلو هڅه ونه كړه. ددغه بري تر ټولو ستر لامل د هغې ښكلى او كوډګر غږ دى، چې ډېر ژر د اورېدونكو زړونو او دماغونو ته لار پرنيزي. كه د موخې تر لاسه كول غواړئ، راتلونكې ته پام وكړئ! موسيقي د كياني لومړنۍ او وروستنۍ موخه ده، ددغې موخې د پرمخ بېولو او ترلاسه كولو لپاره هغې د خپل ژوندانه ملګرى هم ورسره همغږى كړ. كياني په انګلستان كې د 1375 ل كال د موسيقۍ په نړيواله ډله كې له جنيد عالم، اكاش او فخرالزمان سره يوځاى برخه واخسته، وروسته يې له " بالي ساګو" سره هم كار وكړ او له اسيايي سندرغاړو سره يې يوځاى 16 مليونه وګړو ته سندرې وويلې. نوموړې له بالي ساګو سره په دوو نورو كنسرتونو كې هم ګډون وكړ، چې يو يې د بي،بي،سي 2 او بل يې د 1tv له خوا جوړ شوى و. وروسته حديقه كياني امريكا او كاناډا ته لاړه او هلته يې هم كنسرتونه وركړل. له بالي ساګو سره يې په هانګ كانګ كې هم په يوه كنسرت كې ونډه واخسته. كياني په دې وروستيو كې د پيپسي له شركت سره يو دوه كلن تړون لاسليك كړ، چې د هغه ترمخه به نوموړې د پيپسي په ځينو اشتهارونو كې برخه اخلي او هم به پخپلو كنسرتونو كې دپيپسي اشتهارونو ته لاره پرانېزي. په دې وروستيو كې حديقه كياني هڅه وكړه، چې پر پاكستان سربېره په لويديزه نړۍ كې هم د شهرت څښتنه و اوسي، ددغې موخې دړ ترسره كېدا لپاره يې د " رف كټ" په نوم د انګليسي سندرو يو البوم را واېست. په دغه البوم كې له حديقه كياني سره " عامرذكي" هم ترسترګو كيږي. حديقه وايي، د البوم له نومه دا راڅرګنديږي، چې په البوم كې نرمو او نازكو احساساتو ته ځاى نه دى وركړل شوى، بلكې د ژوندانه ترخه او پټ حقيقتونه راسپړي. حديقه كياني د خپلو خبرو په ترڅ كې د "بوهي باريان" سندرې ته نغوته كوي او وايي، چې په دغه سندره كې د جينۍ رول كه د كشميرۍ نجلۍ روايتي كردار بولئ او كه نه د "ماهي وي" ويمپاير، په دواړو اړخونو كې خوند او رنګ لېږدوي.حديقه وايي، د سندرو پر مهال ، چې كوم سټايل او ځانګړنې رابرسېره كوي دايې د اصلي ژوندانه اړخونه هم دي. د هغې په وينا مسلكي كردار يې له چاپېرچل سره د اوو اتو كلونو د استوګنې له بهيره سرچيسنه اخلي او د وخت له بدلون سره يې سم ګامونه اخستي دي. حديه كياني، د خپلو جامو په اړه وايي، چې له كوچنيتوبه راهيسې د جامو او لباس ډېر خيال كوي، له نړيوالې موسيقۍ څخه خبرتيا لپاره نه يوازې د موسيقۍ او فېشن خپرونې ګوري، بلكې د نوښت او بدلون لپاره د بهرنيو سندرغاړو كسټونه هم اوري. كه د موسيقۍ له اړخه حديقه كياني د خلكو له ذهنونو را وباسو، له سندرغاړې پرته به هغه څه وي؟! كياني يې پخپله ځوابوي: " زه ډېره غلې او شرمېندوكې جينۍ يم، له خلكو سره ډېره لږ ناسته پاسته كوم، زما يوڅو نږدې ملګري شته، خو له خپلې مور، ورور، خور او وريرونو سره ډېره نږدې يم".
پريانيكا چوپړا، د هندوستان ښكلې پېغله
پريانيكا غوښتل انجنيره او ياهم ارواپوهه و اوسي ، خو برخليك بل څه ور په برخه كړل ، هغه اوس د ښكلا ملكه او د هندي فلمونو مركزي ښځينه ګرځېدلې ده. پريانيكا چوپړا د هندي سينما نوې او ښايسته لوبغاړې ده. په فلمي بهيركې دځينو لغړو او بربنډوسكانسونو له امله ډېره ژر دهندي سينما دمينه والو پر زړونو كښېناسته.پريانيكا چوپړا پر 1361 لمريز كال د هند په يوه هنري او سينمايي كورنۍ كې سترګې نړۍ ته پرانستې. پلار يې ( ډاكټر اشوك چوپړا) او مور يې ( ډاكتره مادو چوپړا ) نوميږي. پريانيكا په كور او ملګرو كې د چانسين او ميمي په نومونو ياديږي. پريانيكا تېزې قهوه يي سترګې ، تور وېښتان او پنځه فټه او 7،5 انچه ونه لري. دبدن دروندوالى يې 53 كيلوګرامو ته رسيږي. چوپړا خپلې منځنۍ زده كړې لومړى په ( لامارتينير) كالج او بيا ديوه لنډ وخت لپاره په ( مارياګوريتي) كې تر سره كړې دي، وروسته د لوړو زده كړو لپاره د امريكا دمتحده ايالاتو ( بوستن) پوهنتون ته لاړه. پريانيكا غوښتل انجنيره او ياهم ارواپوهه و اوسي ،خو برخليك يې بل څه ور په برخه كړل . هغه په كالج كې د ښكلا ټوټه بلل كېده. د چوپړا د ملګرو او كالجيانو خبرو هغه مهال رښتينې بڼه خپله كړه، چې پريانيكا د هندوستان د1380لمريز كال د ښكلا په سياليو كې دهند دښكلې پېغلې نوم وګاټه ، د پريانيكا لپاره دا ډېر ستر وياړ و. د پر يانيكا دښايست او ښكلا اوازې په ټول هند كې خپرې شوي، دخپرونو، مجلو او ورځپاڼو مخونه ددې په انځورونو ښكلي شوي و، هرځاى د هند دښكلې پيغلې يا مس انډيا خبرې كېدلې. هغه نوره د هندي سينما نجلۍ وګرځېده، د انجنيرۍ او ارواپوهنې خوبونه يې هېر شول او په ښه زړه سينما ته راغله. پريانيكا په خپل لنډهنري مزله كې په ګڼ شمېر فلمونو كې رولونه پرمخ يووړل، مشهور فلمونه يې ، دسوني ديول او پريټي زنټا تر څنګ ( ده هيرو)، دسنجيدت او دينوموريا ترڅنګ( پلان)، د اكشې كومار او لاراداتا ترڅنګ ( انداز ) ، د بابي دېول ترڅنګ ( قسمت)، د سلمان خان او اكشې كومار ترڅنګ ( مج سې شادي كروګي)، د ارجون رامپال ترڅنګ ( اسامبها)، د اكشې كومار او پرل راهول ترڅنګ ( اعتراض) او ځينې نور و. د پريانيكا چوپړا د راتلونكې پروژې او فلم نوم ( واټ) دى، چې تر اوسه نندارې ته نه دى وړاندې شوى، خو بايد پر دې منښت ( اعتراف) وكړو، چې انداز فلم پريانيكا چوپړا ته د سينما لاره اواره كړه. پريانيكا دشعر او شاعرۍ ترڅنګ دلنډو كيسو ليكواله هم ده. پريانيكا په هندي نجونو كې دسشميتاسين ډېره لېواله ده او په دې عقيده ده، چې د سشميتاسين د شخصيت تر اغيز لاندې راځي. پر يانيكا چوپړا دهند دممبيي ښار ديوې اونيزې له خبريال سره په مركه كې ويلي، چې په لغړو فلمونو كې كار كول خوند وركوي او تر ډېره بريده هڅه كوي، په رومانټيكو او عشقي فلمونو كې كار وكړي. پر يانيكا په خوى او بوى كې دماشومتوب په تله تلل كيږي.
لتا منګيشكر؛يو كوډګر غږ ،چې ورو ورو غلی كيږي!
پهيلي لومړنى فلم و، چې لتا د يوې هنرمندې په توګه پكې وځلېده، لتا په دغه فلم كې د فلم د جينۍ " سنيپرابها" د خور په رول كې راڅرګنده شوه. د هنر ملكه لتا منګيشكرڅه ډول له موسيقۍ او هندي فلمونو سره د هنر پر مبتكر مېز راڅرګنده شوه؟ لتا منګيشكر د خپل وړوكتوب پرمهال له سندغاړي سېګل نه اغيزمنه شوه او له سينما تر راوتلو وروسته يې پرېكړه وكړه، چې لويه شي، له سيګل سره به واده كوي. له هندي فلمونو او سندرو سره يې ناپايه مينه له همدې ځايه پيل شوه. د وخت په تېرېدو سره دا مينه له موسيقۍ سره په يوه تلپاتې ژمنه واوښته. د لتا منګيشكر پلار" پډيت دينانت منګيشكر" د لتا او موسيقۍ نرمنځ د نږدې او غښتليو اړيكو له مخې وړاندوينه وكړه، چې لور به يې يو مهال د هندوستان د موسيقۍ د ملكې په توګه راڅرګنديږي، خو زمان ډېر زر وښودل، چې دپډيت وړاندواينه يوه رښتينې هيله وه. كه څه هم، چې لتا له موسيقۍ سره بې پايه مينه درلوده، خو كورنيو دربدريو دې ته اړ اېسته، چې په هندي فلمونو كې د هنرمندې په توګه رولف ترسره كړي. سوبهادرا، بدى مان، پهيلي او ځينې نور هغه فلمونه و، چې لتا د يوې هنرمندې په توګه پكې راڅرګنده شوه. پهيلي لومړنى فلم و، چې لتا د يوې هنرمندې په توګه پكې وځلېده، لتا په دغه فلم كې د فلم د جينۍ " سنيپرابها" د خور په ځېر حركتونه كول. ويل كيږي لتا ته به هميشه خپل پلار او استاد ويل، چې له غرور او ځانځانۍ نه لرې و اوسي. د لتا پلار او استلاد په زړه پورې لارښوونو د هغې د ژوند برخليك او ژونهد لاره وټاكل او دغه څېره يې د يوې شهكارې ملكې په توګه را و پېژندله. لتا منګيشكر خپل خوږ او احساس پاروونكى غږ په 13 كلنۍ كې له حنجرې را واېست. دا د كرتي حاصل فلم يوه سندره وه، ددغه فلم لارښوونكى واسنت جوګليكر و، ددې سندرې تر ويلو وروسته لتا ته وړانديز شوى و، چې د هندي فلمونو د سندرغاړې په توګه تړون وكړي. لتا دا وړانديز ومانه ، خو پلارې دغه پرېكړه خوښه نه كړه. 1948 او 1949 كلونه د لتا منګيشكر د شهرت پيل و او دا همغه فلمونهه و، چې د كارپوهانو په وينا د نړۍ په هره برخه كې ليدل كېدل. د لتا منګيشكر لاندينيو سندرو د ډېرو اورېدونكو تنده ماته كړه: ايي ګا انې والا، چلې جانا...، دير سې اجارې ، جايا بېقرارهې.." د هندي فلمونو د شهرت په همدې كلونو كې ښه سندرغاړې نورجهان وه، نورجهان د لتا منګيشكرد سندرو ستاينه وكړه او ويې ويل، چې په هندي را روان پېر كې به د لتا په څېر هنرمنده پيدا نشي. لتا په خپل هنري ژوندانه كې څلور سترې جايزې ګټلې او تر 30 زرو يې زياتې سندرې ويلې دي، خو اوس داسې برېښي، چې غږ يې ورو ورو غلى كيږي، هغه اوس ډېره زهيره ده، خو غږ يې لا همغسې ازانګې كوي. ښكلا څانګه( دل افروز ځيرك) څنګه بدمرغه شوه؟
په بدمرغه فلم كې به تاسو د څانګې ( ځيرك ) پر بدمرغيو خبر ياست! يوه كليواله جينۍ او د هغې مينه د سيمې د ناوړو دودونو ښكار ګرځي. دغه ښكاره دومره بدمرغه وي، چې د ټپ پر ځاى مرګ او ځانوژنې ته لاره اواروي. بدمرغه فلم د يوې داسې جينۍ پر ژوند پيليږي، چې په بدو كې وركول كيږي او بيا د كيسې په لوړتيا، ځوړتيا او پايغوټه كې د اور خوراك ګرځي. ددغه فلم مركزي كردار(د څانګې رول ) اغلې " دل افروز ځيرك" لوبولى، ځيرك اوسمهال د اېم، اېس، اېس د خپرونو په توليدي اداره كې ويندويي او نورې چارې پرمخ بيايي. د " بدمرغه " فلم او نورو هنري چارو په اړه موله نوموړې سره يوه مركه كړېده، هيله ده ذوق مو پرې خړوب شي:
په كومو سيمو كې مو، چې د فلم ريكارډ كاوه، ملايان او خلك را پاڅېدل، ويل يې دغه خلك كافران شوي، ښځې يې راوستې او فلمونه ډكوي
اغلې ځيرك ! له بدمرغه به يې راپيل كړو، د فلم په يوه برخه كې تاسو( څانګه) له خپل مين سره پر وچكالۍ غږېږئ، په داسې حال كې، چې چينه له اوبو ډكه او سيمه شنه ده؟ منظرې د فلم د اړتيا او ښايست لپاره راخستل شوېدي. كومه چينه، چې تاسو يادوئ هغه ګودر دى، روانې اوبه نه دي، كه تاسو پام كړى وي، كله، چې ډولۍ روانيږي پټي وچ او خړ سپېره وي. د ډولۍ يا ورا پر وخت د ښځو درك نه لګي، وراييز ټول نارينه وي؟ زه فكر كوم، دا وراييز په عصري سيمو كې وي، خو په كليو كې ښځې له ورا سره نه ځي او كه ځي هم يا مخكې ځي او يا هم ډېر وروسته. زموږ د دود له مخې خو په كليوالو سيمو كې وراييز زياتره ښځينه وي او له نارينه وو سره يوځاى ځي؟ ما وويل ځي، يا وروسته وي او يا مخكې او ډولۍ زياتره د ناوې وروڼه او يا نور خپلوان اوچتوي. ښه ، د فلم د جوړښت او صحنو پر مهال خو به څه دوديز خنډونه، نه و؟ په افغانستان كې، خو كه يوه جينۍ ښوونځي ته هم ځي، ستونزې او خنډونه ورسره مله وي، پوهنځى او پوهنتون خو لا پرځاى پرېږده. د فلم په برخه كې موږ ډېرې ستونزې درلودې. په تخنيكي برخه كې مو يوه كوچنۍ ډيجيټل كمره درلوده، چې فلم اخستنه مو پرې پرمخ وړله . فلم په دوه دريو ورځو كې ډك شو. بله د ځاى ستونزه وه، چې امنيتي او سيمه ييز خنډونه پكې راپيدا كېدل. په كومو سيمو كې مو، چې د فلم ريكارډ كاوه، ملايان او خلك را پاڅېدل، ويل يې دغه خلك كافران شوي، ښځې يې راوستې او فلمونه ډكوي. موږ ډېر وارخطا و، پروډيوسر او نورو غوښتل له فلمه تېر شي، خو ماويل وقارصېب! انسان په يوه ورځ پيدا دى او په يوه ورځ پناه. كه مرګ هم وي پرېږده همدلته مړه شو، يو نوم خو به مو وي. ځكه موږ د يوه نېك كار لپاره راغلي يو. په فلم كې ما د فلم د جينۍ شوق نه درلود، ما ديوې اړتيا له مخې كار وكړ، پښتنه جينۍ نه پيداكېده، حتى د فلم ډېرى كركټرونه دري ژبي و. د فلم پروډيوسرهم دري ژبى و. دوهمه اړتيا داوه، چې لږ ترلږه كه لس يا سل كورنۍ دغه فلم وګو ري يوڅه اغېز خو به پرې وكړي. په فلم كې كومې صحنې درته سختې وې، تمرين دې كړى و او كه نه بې تمرينه كار و؟ تمرين خو څه ، چې مكياژ او لباس هم درك نه درلود. زه تر ډئگره په ښارونو كې اوسېدلې يم، له تمرين پرته د يوې كليوالې جينۍ رول ماته يوڅه ستونزمن و. ډېرو خلكو دا نيوكه كوله، چې منګى دې سم نه و نيولى، خير داستونزې وي، خو تر ټولو سخته صحنه د اور اچونې صحنه وه. ډايركټر هم پر اوراچونه سم نه پوهېده، موږ په حقيقت كې له پټرولو كار واخست، د لمبې تر شا يوڅه وسوځېدم. په نورو فلمونو كې صحنه سازي كيږي، خو موږ دا اسانتيا نه درلوده. موږ په كوټه كې اوربل كړ، دروازې مو هم بندې كړې وې، لوګى ډېر زيات او صحنې ته يې يوڅه مصنوعيتوب وركړ. بل په يوه داسې كلي كې ، چې ولس مو كار ته په ښه سترګه نه كتل د منګي وړل او د خلكو په منځ كې تېرېدل راته ډېر ستونزمن و. تېل خو مو پر اوږو اچولي و، نو دا اور څنګه له پښو راپورته شو؟ مساله دا وه، كله مې، چې پر ځان تېل واچول بوشكه لاندې پرېوته او پترول توى شول. كله مې، چې اورلګيت بل كړاور د اوږو پر ځاى له ځمكې راپورته شو. خو صحنه به مو بېرته له سره جوړه كړې واى؟ وخت نه و، يو خو مې له كورنۍ نه اجازه نه وه اخستې او بل خوا دفتر نه و خبر. زه، چې جلال اباد ته لاړم په دوو ورځو كې مو فلم جوړ كړ. ددوهم ځل لپاره راته ډايركټر ټليفون وكړ، چې كه بيا راشې او صحنه له سره جوړه كړو،خو له بده مرغه ما كافي وخت نه درلود. په پښتو فلم، داستان، كيسه او نورو ژانرونو كې تر ډېره بريده كركټرونه وژل كيږي او يا لكه تاسې ته ، چې اور واچول شو، له اوراچونې پرته د څانګې د خلاصون كومه بله لاره نه وه؟ ښځينه ټولنه لا دې ته چمتو نه ده، چې له نارينه وو سره خبرې او دځان دفاع وكړي. حقيقت او رښتينتوب ته څوك پام نه كوي. دغه پايله ( د فلم پايله) د خلكو لپاره يو عبرت دى، چې د بدو دودونو پايله مرګ او ځانوژنه وي. ستاسو خبره سمه ده، ټول فلمونه بايد داسې نه وي، چې په مرګ او مړينه تمام شي. تاسې څه وايئ، ځانوژنه به نورې ښځې دې كار ته ونه هڅوي؟ زما په خيال كه څوك يوڅه پوهه ولري د فلم پر پيغام به پوهېدلي وي. كه د پوهې مساله واى دغه ستونزه به نه راپېښېده، په داسې حال كې، چې اطراف په يوه تياره موقعيت كې دي، ښايي د يوه مثبت پيغام پرځاى منفي پيغام ترې واخلي؟ كه چېرې د جينۍ كوگرنۍ، خسرخېل، خاوند او ...دا زمينه برابره نه كړي، چې جينۍ يا خپله لور، ميرمنه او ... ځانوژنې ته اړه كړي، نو داسې ستونزه به نه راپېښيږي. دوى ښايي د فلم له پايلې نه عبرت واخلي او د يوه مثبت پيغام په توګه په خپلو كړنو كې بدلون راولي. په پاى كې كه د خپلو زده كړو، ژوند او نورو چارو په اړه يوڅه مالومات راكړئ؟ دل افروز ځيرك نومېږم، د لغمان ولايت د الينګار ولسوالۍ د سيدانو اوسېدونكې يم. زده كړې مې په ننګرهار كې بشپړې كړې دي، د رياضي او فزيك له څانګې فارغه شوې يم. د ژورناليزم كورسونه مې هم ويلي دي. د ازادۍ راډيو ويانده يم، په راډيويي ډرامو كې مې هم برخه اخستې ده. زموږ خپرونې له 56 سيمه ييزو او نړيوالو راډيوګانو خپريږي. يوه 17 كلنه لور لرم. له خاوند سره مې ډېر كم عمر وكړ، لور مې اوس په 12 ټولګي كې اول نومره ده. پلار مې استاد شيراقا نوميږي. وروڼه مې درې انجنيران دي او نور محصلين دي، يو ورور مې ډاكټر دى. معشوق شاداب، د پښتو سينما نوې څېره
" بې اجله مرګ" ،"ميراث"،"سره لمبه" او "ناموس" هغه پښتو هنري فلمونه دي،چې د پښتو-افغاني سينما يوه نوې او زړه راښكونكې څېره راپېژني. معشوق شاداب، د افغانستان د سينما زلمۍ څېره ده. 26 كاله وړاندې لغمان ولايت په زيارت كلي كې زېږېدلى او "بې اجله مرګ " يې د هنري ژوند پيلامه بلل كيږي. شاداب پر 1381 لمريز كال په "بې اجله مرګ" كې راڅرګند شو. د ښه رول او ښكلې سينمايي څېرې له امله ډېر ژر مشهور شو او دننګرهار سينما " ميراث" هم ورپه برخه شو. ميراث دده دوهم فلم و، چې له ځوانې هنرمندې شراره اميري سره پكې راڅرګند شو. معشوق شاداب ډېر كوچنى و،چې په زړه كې يې د فلم او سينما مينه تخنېده. دغه مينه له ماشومتوبه د ځوانۍ پړاو ته راورسېده او په پاى كې يې له سينما سره "وصال" وموند. شاداب پر سينمايي هنر سربېره د رزمي هنر د لارې لاروى هم ګڼل كيږي. هغه په تېكواندو كې د تور كمربند څښتن دى او د غړو د ښكلا ورزش هم پالي. بې اجله مرګ د معشوق شاداب لومړنى هنري فلم و، چې داستان يې د نشه يي توكيو پر ستونزو راڅرخي. كه څه هم پر نېشه يي توكيو د جوړېدونكو فلمونو شمېر ورځ تر ورځې ډېريږي او كليشه يي او تكراري بڼه ورخپلوي، خو په بې اجله مرګ كې د شاداب رول د ځانګړې پاملرنې وړ دى. شاداب پر سينمايي رولونو سربېره د فلمونو فلم اخستنه او نورې تخنيكي چارې هم پرمخ بيايي او د يوه ښه هنرمند ترڅنګ يو ښه فلم اخستونكى (فلمبردار) هم دى. شاداب د فلم د جينۍ " شراره اميري" ستاينه كوي او وايي: " كله مو، چې بې اجله مرګ بشپړاوه ، د طالبانو دوره نوې پاى ته رسېدلې وه او د ډار سيورى يې لا د خلكو پر سرونو ناست و، خو شراره لومړنۍ پېغله وه، چې په پښتو افغاني فلم كې راڅرګنده شوه او نورو ته يې دا وښوده، چې افغاني مېرمنې كولاى شي د بيا رغونې په ټولو برخو كې برخه واخلي". شاداب د خپلو زده كړو په اړه وايي، چې تر لسم ټولګي پورې مې ښوونځى او لېسه ولوستل، خو د ځينو ستونزو او مشكلاتو له امله د زده كړو پر بشپړاوي بريالى نه شوم او سوداګرۍ ته مې مخه وكړه پريانشو جترجي، د" تمبن" فلم هلك
د پريانشو چترجي وروستى فلم " مدهوش" نوميږي، چې له مشهورې لوبغاړې " بپاشاباسو" سره پكې راڅرګنديږي پريانشو جترجي د هندي سينما يوه نوې څېره ده. دغه څېره په تم بن فلم كې د ښكلي او په زړه پورې رول له امله ډېره مشهوره شوه. چترجي د لومړي ځل لپاره په 1996 كال كې له " ماليني شرما" سره په يوه ننداره كې راڅرګند شو. وروسته يې له مالينې شرما سره اړيكي ټينګ شول اوپه پاى كې په مينه او واده وپايېدل. دى دغه مهال په نوي ډيلي كې اوسېده، وروسته يې ممبيي ته كډه وكړه. ماليني شرما تر واده وروسته په " راز" فلم كې راڅرګنده شوه. راز فلم د خپل ځانګړي داستان او ځينو لغړو صحنو له امله ډېر مشهور شو او دغه شهرت د ماليني شرما ستوري كيدو ته هم لاره اواره كړه. د ماليني شرما مور په يوه سيمه ييز ښوونځي كې ښوونكې ده او پلار يې د هند په هوايي كرښه كې كار كوي. چترجي تر واده وروسته په " تمبن" فلم كې راجوت شو. د جترجي مشره خور د هاروارډ پوهنتون د روانپوهنې په څانګه كې پر زده كړو بوخته ده او هيله منه ده هندي سينما ته هم لاره وكړي . چترجي تر تم بن مخكې غوښتل په دل كارشته كې كار وكړي، خو د ځينو لاملونو له امله دغه رول وځنډول شو او په تمبن كې راښكاره شو. جترجي ټولټال په څلورو هندي فلمونو كې رولونه ترسره كړي، خو د ستوري وياړ يې تر اوسه نه دى په برخه شوى. تم بن په 2001 كال كې نندارې ته وړاندې شو. ددغه فلم پروډيوسران بوشن كومار او كرېشن كومار و. د فلم د لارښوونې چارې انوبها سنها پرمخ وړې دي. په فلم كې له جترجي سره سندالي سنها، راكش بپټ او هيمانشو ملك راڅرګنديږي. دغه فلم ټولټال درې ساعته وخت نيسي. د جترجي نور فلمونه " اپ كوپهلي بهي كهي ديكهاهې، دل كا رشته او پنجار دي. په دل كا رشته كې له جترجي سره ارميلا ماټونډكر او په پنجار كې نيها دوپيا راڅرګنديږي. د پريانشو پنځم فلم " مدهوش" نوميږي، چې له مشهورې لوبغاړې " بپاشاباسو" سره پكې راڅرګنديږي. جيترجي په خپل كم هنري ژوندانه كې له ګڼ شمېر مشهورو هنرمندانو سره د سينما په پرده را څرګند شوى دى. پريانشو له بپاشا باسو، جان ابراهم، نيهادوپيا، سنجي جولي كپور، ايشوريا راى، ارجون رامپال او ځينو نورو سره په بېلابېلو فلمونو كې راجوتيږي. جترجي له بپاشاباسو سره په يوه نوي فلم " ممكن" كې هم رول پر غاړه اخستى او داسې ويل كيږي، چې په راتلونكو فلمونو كې به له ماهيماچودري سره لوبيږي. رنګ دپايزيب دی عالمونه خبروينه!!
دنڅا بې جوړې او ښايسته نجلۍ( مادهوري) غوښتل دښوونيز بهير په بشپړتيا سره مايكرو بيالوجسټه شي ، خوكله يې چې دغې هيلې وزرونه غوړول ، په اډاب فلم كې يې پښه ونښته او هنر ته يې مخه وكړه. دممبيي په " پادلي" كالج كې يوه ښكلې او جذابه جينۍ پر خپلو زده كړو بوخته وه، ببلي د بيولوي په څانګه كې د وړتيا سمبول و، نوم يې د ټولګيوالو پر خولو ګرځېده، ببلي په " ابود" فلم كې د مادهوري په څېره كې راڅرګنده شوه. د" تېزاب" " اېك ، دو، تين" او دنڅا او پښو دپايزيبونو سندرو د شهرت اسمان ته يووړه، نڅا يې خوند او رنګ وموند ، دسينما د مينه والو پر زړونو يې د راج او واكمنۍ واګي په لاس كې واخستل او نور يې د زړونو پر غلا لاس پورې كړ. مادهوري له كالج څخه د سينما تر پردې څنګه راغله؟ په وړتيا؟ كه په ځانګړې نڅا او سندريزو حركتونو؟ بس دواړه يې در وشميرئ! مادهوري ښايي د هندوستان دهغو لږو او په شمېر كمو سينمايي نجونو په كتاركې راشي،چې ښوونځي ته يې ډېر لږ سر ورښكاره كړى ، خو سربېره پر دې دهغې ښځينه زړه راښكون ، دكلاسيكې نڅا روزنه او د بيالوژۍ په څانګه كې ځانګړې وړتيا ښايي د هغې د شهرت لاملونه وشمېرو. مادهوري په سينمايي نړۍ كې هغه وخت پښه نيولې شوه، كله ، چې " سوباش ګهي" دهغې پر نڅا او هنري ګډا نيوكې وكړې، سوباش له مادهوري وغوښتل، چې په فلمونو كې له بېخونده رولونو او نڅيزو صحنو تېره شياو دفلم مركزي كردارونو ته ځان جمتو كړي، مادهوري نيوكې او غوښتنې په خلاصو غوږو واورېدې او پر بېكاره رولونو يې ډبره كښېښوه.
مادهوري او سينما: دنڅا دغې بې جوړې او ښايسته نجلۍ غوښتل دښوونيز بهير په بشپړتيا سره مايكرو بيالوجسټه شي ، كله يې چې دغې هيلې وزرونه غوړول ، په اډاب فلم كې يې پښه ونښته ، اډاب دمادهوري د زده كړو په لاركې لومړنى خنډ و، دغه فلم ډېر ژر له ذهنونو پرېوت او د ناكامۍ پر لور كوږ شو. كرما د " سوباش ګهي" دوهم فلم و، چې مادهوري د رول وياړ پكې تر لاسه كړ، مادهوري په دغه فلم كې د نڅا او هنري حركتونو په ترڅ كې د شهرت او برياليتوب په لور مخه وكړه.
دوكه او برياليتوب: په 1367ل كال په يوه سوداګريزه مجله كې د مادهوري اشتهار خپور شو، په دغه اته مخيز اشتهار كې مادهوري ويلي و، چې اتو تنو فلم جوړوونكو د مركزي كردارونو غوښتنه ترې كړې، په دغو فلم جوړوونكو كې ديوني كپور او راكش روشن نومونه هم راغلي و، دا د مادهوري لومړنۍ دوكه وه ، چې دفلم جوړوونكو او مينه والو په سترګو كې له جامو سره ننوته ، مادهوري ته دمركزي كردارونو د رول لوبونې خه نه و ويل شوي ، خو اشتهار ورو ورو ددې دغه ادعااو دوكه رابرسېره كوله ، په " تېزاب" ، " رام لاخان" ، او" اېك، دو، تين" سندرې سره يې په سينمايي نړۍ كې يو نوى توپان راوست. د " تېزاب" په وياړ يې ګڼ شمېر مډالونه واخستل او برياليتوب يې دنيز په څېر چټك شو. په 1370 كال په " دل" فلم كې دښه رول له امله په غوره جايزې ونمانځل شوه، ساجن، كهل نائيك، هم اپ كى هى كون " او نور ګڼ شمېر فلمونه يې راووتل.
دبرياليتوب پېر: دسينما په لاركې تر لومړنيو پړاوونو وروسته ، دمادهوري د برياليتوب پړاو پيل شو، يارانه، راج كومار مه هانتا، پريم ګرانټ ، په سينمايي پيښليك كې ثبت شول، له سنجيدت سره ګډ رول مادهوري ته د ورځپاڼو او خپرونو غيږه پرانسته، دسنجيدت ښځې دعوه وكړه او دنوموړي د بيا تر لاسه كولو هڅه يې كوله. دكل نائيك " جويي كې پيچهى " د سنجيدت دمېرمنې غوسه نوره هم زياته كړه او دښځو له ټولنې يې وغوښتل ، چې پرمادهوري بنديز ولګوي او له سنجيدته لاس واخلي.تر كويلا وروسته " راكش روشن" په خپلو فلمونو كې د مادهوري پر زلميو رولونو بنديز و لګاوه، مادهوري پر دغه بنديز ددرنښت چوپتيا غوره كړه. پر 1377 كال مادهوري په " وجود" فلك كې راښكاره شوه، خو دغه فلم د " تېزاب" ريكارډ خوندي نه كړه او سړه بدرګه يې وشوه. په وروستيو كلونو كې مادهوري خپل هنري شهرت نور هم لوړ كړ، او نوره د هندي سينما پر سرخېلو ستورو كې حساب شوه.
پېژندګلوي: د سينما دغه ښكلې نجلۍ په 1346لمريز كال د هند په ممبيي ښار كې خاپوړې كړې، پنځه فټه او څلور اېنچه ونه لري، وزن يې 51 كيلو ګرامو ته رسيږي، بريالى فلم يې " تېزاب" دى، په هندي هنرمندانو كې يې " نرګس" او " بلراج سهاني" او په بهرنيو كې يې " اينګرايډ پيرګمن" خوښيږي، ګنګ،جمنا او شعلې فلمونه ډېر ګوري، له مركو او ژورنالستانو بد وړي، ويسټن چرچل او اندرا ګاندي يې ايديال شخصيتونه دي. سنديا، جل مين مچهلي، نريترا مين بجلي، پدميني، هيلن، انتقام او نور يې غوره نڅاوې او نڅيز فلمونه دي. استاد مهوش؛ ژوند او هنر
استاد مهوش ته په 1356ل كال د هندي كلاسيكې موسيقۍ پربنسټ د اطلاعاتو او كولتور وزارت له خوا د استادۍ رسمي لقب وركړل شو موسيقي يو داسې هنر دى، چې د اوريدونكيو ارواوو ته دوه اړخيز اغيز( شعهر او سندره) لېږدوي، خو دغه اغيز هغه وخت راڅرګنديږي، كله يې، چې هنرمند په فني ځانګړنو او هنري فهم سره غبرګ كړي. غواړو همدغو دوو ټكيو ته په پاملرنې سره د افغانستان د اوسمهالې موسيقۍ د تكړه او ځلاندې هنرمندې استادمهوش پر كار او هنر وغږېږو: فريده مهوش د افغانستان له هغو ګوته په شمېرسندرغاړو له ډلې څخه شمېرل كيږي، چې موسيقي يې څو اړخيز اغيز شيندي، يوه داسې سندربوله ده، چې سندرې يې سپړنې، څيړنې او بيان ته اړتيا نه ويني. يانې سندرې يې رساوړونو ته لويږي.د افغانستان د اوسمهالې موسيقۍ په نفس كې داستادمهوش دهنري چوپړ اغيز په څو ټكو كې راڅرګنديږي: مهوش اماتوره موسيقي" خراباتو" ته يووړه او خرابات ناستې يې كړه، په خرابات كې د استادمهوش پرمهال د كلاسيكې موسيقۍ او غزل مقولو داماتورو سندرغاړو او خراباتي هنرمندانو ترمنځ ژور واټن و، خو مهوش لومړنۍ ښځينه سشندرغاړې وه، چې دخرابات او اماتورې موسيقۍ دمقولو په تركيب كې يې مخكښ رول ولوباوه. د استاد سراهنګ او استاد هاشم له حضور څخه په ګټې اخستنې سره مهوش د كلاسيكې معياري موسيقۍ له بنسټونو سره روږدې شوه او په ژور او علمي ډول يې د هغو ځانګړنې ورخپلې كړې، همدا لامل و، چې د استاد مهوش په كړنلارې سرگه ډېر اماتوران هم د خراباتو په لار ورمات شول. د اواز ښكلا او پر اورېدونكو د اغيز شيندنې ځواك يوه لاهوتي وديعه ده. دې ټكي ته په ځير سره ويلاى شو، چې دغه توكى دهغې په ځانګړنو پورې تړلى و او دموسيقۍ په اغيز كې يې ستر رول ولوباوه. هغه په فرد پورې تړلې سندرغاړې ده،پرخپلو ارزښتونو يې ډډه كړېده،دنورو په څېر په بې ځانكړنو څيزونو نه نښلي؛ هغه پوهيږي، چې هنر يوازې پېښې ( تقليد) كول نه دي،نوښت او پنځونه غواړي، دډېرو نورو پر تخليقاتو شخوند نه وهي.
داستادمهوش هنري ځانګړنې: دهالنډ د مشهور څيړونكي "جان وان بيلي" په اندهنري ځانګړنې دهنرمند په ژورليد پورې تړاو مومي، ځكه هنر له هنرمند پرته ناشونى برېښي. استاد مهوش په خپلو سندرو كې دموسيقۍ دځانګړو توكيو ( سُر، لى او تال ) په مراعاتولو كې لوى لاس لري. دغه لوى لاستوب د هغې له ذات او هنرمندانه فطرت څخه سرچينه اخلي. د شعرونو سم او پرځاى لوستل د هغې يوه بله ځانګړنه ده، چې په سندرو كې يې استادانه ظرفيت له ورايه راڅرګندوي. ددغو ځانګړنو د روښانه كيدو لپاره د"جانانه" البوم سندرو ته غوږ شئ. د استادمهوش د سندرو د زړه راښكون ترټولو غوره راز د هغې په كابلۍ لهجه كې رابرسېره كيږي، كابلۍ لهجه د دري ژبې ترټولو غوره لهجه بلل كيږي. مهوش يوازې په دري سندرو بسنه نه كوي، هغه پرخپله ملي ژبه هم سندرې بولي، هغه د افغانستان دټول ملت دهيلو ترجمانه ده، كله يې ، چې دټول ملت ترجمانه بولو، نوبيا دملت پر ژبه هم سندرې بولي. " مستې منګى بر وړى دى"، او راشه په مينه مينه " د استاد مهوش مشهورې پښتو سندرې دي.
داستادمهوش هنري وياړونه: د استادمهوش تر ټولو ستر هنري وياړ دادى، چې كله د افغانستان دكلاسيكې موسيقۍ سرداره بلل كيږي او كله دافغانستان لتامنګيشكر، داچې دغه لقبونه څوك او څنګه وركوي پر دې به نه غږېږو، خو استادمهوش په خپلو هنري برياليتوبونو كې ځيني نور لقبونه او ايوارډونه هم ترلاسه كړيدي.استاد مهوش ته په 1356ل كال د هندي كلاسيكې موسيقۍ پربنسټ د اطلاعاتو او كولتور وزارت له خوا د استادۍ رسمي لقب وركړل شو، همداراز په اروپا كې د زرين ( طلايي) غږ په او جانس جوبلن په جايزو او مډالونو هم ووياړل شوه . استادمهوش د ځينو ستونزو له امله په كابل كې ژوند ته زړه ښه نه كړ او په پاكستان كې د كډوالو د لويې كمشنرۍ په مرسته امريكا ته لاړه او نږدې 11كاله كيږي، چې د امريكا په كليفورنيا ايالت كې اوسيږي.داستاد مهوش لارښود" هاشم" په جرمني كې ومړ، خو مهوش دنوموړي دكورنۍ لمن پرېنښوه او دهاشم له دوو وروڼو اصف او علي سره يې په 1381 كال يو كنسرت جوړ كړ، ددغه كنسرت موخه طبي مرسته او دماشومانو دروغتيا راڅرخېده.مهوش په پاريس او دراروپا او امريكا په ګڼ شمېر ښارونو كې كنسرنونه وركړيدي، افغانستان ته د بېرته راتګ او كنسرت په اړه مهوش وايي:" د طالبانو په وخت كې دكنسرت چمتو كول ناشوني و او ترهغو مخكي جنګ او جګړه وه، خو په هرحال هڅه كوم يوه ورځ هېواد ته ستنه شم او كنسرتونه وركړم".
مهوش څنګه سندريز بڼ ته راغله؟ استاد مهوش په يوه مذهبي كورنۍ كې راټوكېدلې ده، پلار يې روحاني كس او مور يې دديني زده كړو ښوونكې وه. په كورنۍ كې يې يومذهبي محيط واكمن و او هيچاهم د اتصور نه كاوه، چې مهوش به يوه ورځ د سندرو استاده بلل كيږي. استاد مهوش خپلې لومړنۍ زده كړې په كابل كې تر سره كړې ، 18 كلنه وه، چې له " فاروق نقشبندي" سره يې واده وكړ. ډېرو خلكو داسې انګيرله، چې د مهوش په هنري هلوځلو سره به دغه نكاح وشړيږي،ځكه خسر، لېورونه او نندروګانو يې دهنري چارو مخالفت كاوه او دايې خپل ټبر او كورنۍ ته ننګ او پيغورباله، خو "نقشبند" يوازينى كس و چې مهوش يې خپلو هنري چارو ته هڅوله." ويل كيږي يوه ورځ دمهوش مور درس وركاوه، ددرس په بهير كې ديوې نجلۍ له سره ټكرى وغورځېد،دمهوش مور څپيړه وركړه ، جينۍ ځواب وركړ: "ستا لور خو په كنسرتونو كې ګډون كوي، هغې ته ولې څه نه وايې؟ " دې ځواب دمهوش مور غوسه كړه او يوه ورځ يې مهوش ته ترياك وركړل، مهوش دترياكو! له امله اپرېشن وكړ، خو مړه نه شوه." ( دمهوش ديوه مينه وال له خولې). په هرحال استادمهوش نن د افغانستان دموسيقۍ يوه ځلانده او درنه څېره بلل كيږي، دمهوش هنري ودې او چوپړ د افغانستان پر ډېرى ښځينه سندرغاړو او په ټوليزډول د افغانستان پر اوسمهالې موسيقۍ يو ستر اغيز وكړ. ((ژباړه او زياتونه)).
چارلس چاپلين،بريالۍ كوميډي څېره
د شلمې پيړۍ په پنځمه لسيزه كې چاپلين په امريكا كې له سياسي بريدونو سره مخامخ شو، هغه اړ شو چې له خپلې كورنۍ سره يو ځای له امريكانه سويس ته كډه وكړي. د برتانيې مشهور او ممتاز فلمي هنرمند چارلس چاپلين د ١٨٨٩ كال د اپريل په ١٦ نيټه په لندن كې وزيږيد، پلار او مور يې سندرغاړي وو ، د پنځه كلنۍ په وخت كې چاپلين د خپلې مور پر ځاي په يو نمايش كې سندرې وويلې او د ننداره چيانو ستاينه يې ترلاسه كړه ، ترهغې وروسته چاپلين په هنري صحنه كې په خپل هنري ژوند پيل وكړ٠ كله چې هغه د كارنون په ننداريز هنري پلاوي كې ګډون وكړ د ګونګ مرغه په نامه ډرامه كې يې اصلي رول ولوباوه او بری يې وموند . تر١٩٠٠ كال وروسته چاپلين په امريكا كې پرخپلو ګرځنده هنري نندارو پيل وكړ او ستر برياليتوبونه يې ترلاسه كړل . په ١٩١٤ كال كې هغه په امريكا كې د لومړي ځل لپاره په فلم كې رول ولوباوه او ورپسي يې په همدې كال په ٣٥ فلمونو كې رول ترسره كړ. تر١٩١٤ كال وروسته چاپلين په فلمي پرده كې خپل ځانګړى صورت خلكو ته وښود ، چاپلين د ١٩١٤ كال نه تر ١٩٦٧ كاله پورې نژدې په ٩٠ فلمونو كې رول لوبولى ٠په فلمونو كې د چاپلين له خوا لوبول شوى رول اساسا د عادي او معمولي خلكو صورت و ، د دغو عادي كسانو ژوند تل له ستونزو سره مخامخ كيده ، خو دوى دغو ستونزو ته خپل سرونه نه وو ټيټ كړي او په ډير جرئت سره يې له راز راز چلنجونو سره مقابله كوله ، هغه په فلمونو كې دكاپيټاليسټي ټولنې د بدو او ناوړو پديدو په مقابل كې تيز طنزاو مسخره وكړه ٠ چاپلين د كوميډۍ يو ستر هنرمند و، هغه په خپلو فلمونو كې د طنز او مسخرې په واسطه د فلم نندارچيانو ته كيسې وويلې،چاپلين په فلمونو كې نه يوازې د كاپيټاليسټي ټولنې د ناوړواو بدو پديدو په هكله له تيز طنزه كارواخيست ،بلكې له انسانانو سره يې خپله مينه هم څرګنده كړه ٠ دبېلګې په ډول؛ په مدرن ټايمز ، لوى ديكتاتور او نورو فلمونو كې يې د خلكو په اړه خپله توده پاملرنه او احساسات وښودل . چاپلين د كوميډۍ لوى استاد او ستر فلمي هنرمند و ، هغه خپل ټول عمر فلمي هنر ته وقف كړی و ، د نړۍ په بيلابيلو هيوادونو او سيمو كې خلك دده له فلمونو سره مينه لري ، چاپلين په ١٩٧٦ كال كې د چين د شانګهاي ښار ته سفركړی و او د چين د بيجنګ اوپرا د مشهورو هنرمندانو دپه زړه پورې او خوندورو تمثيلونو ننداره يې وكړه . د شلمې پيړۍ په پنځمه لسيزه كې چاپلين په امريكا كې له زياتو سياسي بريدونو سره مخامخ شو، هغه اړ شو چې له خپلې كورنۍ سره يو ځای له امريكانه سويس ته هجرت وكړي. چاپلين په خپل ژوندانه كې څلور ځله واده وكړ او له څلورمې ښځې سره يي دژوندپه اوږديدوسره اته كوچنيان پيداشول.د ١٩٧٧ كال د دسمبر په پنځه ويشتمه نيټه دنړۍ ډير مشهور ،ممتاز كوميډين او فلمي هنر مند چارليس سپنسير چاپلين د ٨٨كالو په عمر له نړۍ او خپلو مينه والو سره د تل لپاره خداى پاماني وكړه .چارلېس چاپلين ومړ، خو څېره يې اوس هم دخلكو په ذهنونو كې ژوندۍ ده او دغه ژونديتوب به تر پېړيو پېړيو دوام ومومي.
فرهاددريا، د شور او سندرو نوم
دريا د پښتو ژبې د نوې موسيقۍ لپاره د پيرمحمدكاروان، دروېش دراني، عبدالباري جهاني، رحمت شاه سايل، مصطفى سالك، غفور لېوال او نورو نوښتګرو شاعرانو شعرونه راټول كړي او غواړي د سندرو يو ښكلى او مډرون البوم راوباسي. د 1341كال د وږي د مياشتې 31مه نېټه د كابل ګذرګاه ديوه غلي او ګوښه ناستي ماشوم د زېږون ږوې ( شاهده) وه، چې په دې وروستيو كې د افغانستان د اوسمهالې موسيقۍ په يوه كوډګر غږ واوښت. نيكه يې فرهاد ونوماوه ؛فرهاد، چې ژووب يې مينه او عشق دى، فرهاد خپل هنري نوم دريا كړ، يانې د سندرو او غزلو سيند! دريا د سندرو او ترانو هغه ټولګه ده، چې د اسمان سپېڅلتيا زمزمه كوي او په خپل رنګ سره اسمان ته هم رنګ وركوي. دريا د افغانستان له يوې نوموتې او لرغونې كورنۍ څخه سر راپورته كړ، نيكه يې " شېرمحمدخان ناشر" د اوسمهالي كندز پلار ياديږي؛ هغه پلار، چې كندز او په ټوليز ډول د افغانستان شمالي سيمو ته يې د صنعت او كرنې په برخه كې بې بريده چوپړ وكړ. د افغانستان خلك يې د ادبي او پېښليكي ( تاريخي) كتابونو دخپراوي له امله " ناشر" بولي. دريا اوولس كاله ماشومتوب او زلميتوب د لرغوني كندز د" شبنم" او " شبدر" ترڅنګ تېر كړ ، همدا لامل دى، چې شعر ترې غزل، غزل ترې سندره او سندره ترې په عشق او مينه كې ډوبه شي. فرهاد په كندز كې د " نيستان" په نوم د سندربولو ملګرو يوه ډله جوړوي او وروسته د كابل ښار حبيبيې لېسې ته ځي. فرهاد تر فراغت وروسته خپل غږ او سندريزه لېوالتيا د كابل پلتخنيك ته لېږدوي او نور نو د سندريز بڼ يو شوخ او له ښكلا ډك توتي ګرځي. د 1358 ل كال د سره بهير له پيل سره جوخت د فرهاد كورنۍ هم كابل ته ځي او دريا تر 1369ل كال پورې د هېواد ترڅنګ پاتې كيږي او په خپلو شنو او ژونديو سندرو سره د خپلواكۍ ياد او فرياد كوي؛ سندرې يې كه هرڅو خپيږي ، په همغه كچ يې د ملت او دريا غږ شور او ځوږ مومي. په 1362ل كال كې د فرهاد دريا تر مشرتابه لاندې د " باران" مشهوره ډله " اركستر" بنسټ مومي او ډېر ژر د افغانانو كور- كور ته لاره مومي او د راډيو تلويزيون د يوې نوموتې هنري ډلې په توګه سر رااوچتوي. همدغه وخت دى، چې د افغانستان خلك د يوه شل كلن زلمي له سندرو او مستو ترانو سره اشنا كيږي؛ يو داسې سندرغاړى، چې هم غږ جوړوي ، هم سندره لولي ، هم نوې او مډرنې موسيقۍ ته غاړه وركوي او هم كلاسيكې او ولسي موسيقۍ ته، يانې د نوې او كلاسيكې موسيقۍ ترمنځ يې د خوند او اغيز واټن نه كميږي. دريا له ځان او تر ځانه " دريا" دى، او دنورو هنرمندانو د هنري چوپړ چارو لپاره بيا د " ورېځ" مستعار نوم ټاكي.په 1366 ل كال فرهاد دكابل د ادبياتو پوهنځي پاى ته رسوي او تريوه كاله د كابل پوهنتون د ښكلو هنرونو په پوهنځي كې د كلاسيكې موسيقۍ تيوري لولي. د 1369 ل كال په مني كې له سندرو سره يوځاى پراګ " چكوسلواكيا" ته ځي او له هغه ځايه بيا د كډوالۍ لومړني كور هامبورګ " جرمني" ته كډه كيږي او دغه ښار خپل دويم كور بولي. پاريس يې عشق او مينې ته بولي او په 1375ل كال له سلطانې څخه د هجران په نوم د زوى مېوه اخلي، دغه نوم له دې امله غوره كيږي، چې دغه كوچنى كډوال پر دې وپوهيږي، چې له دې ځايه ډېره لرې يوه بله ځمكه هم شته او هغه ځمكه دده اصلي ټاټوبى دى. په 1374 ل كال دريا امريكا ته كډوال كيږي او تر ننه هم هملته د سندرو او ملي ترانو بنډارونه جوړوي. دريا له 1359ل كال څخه تر 1369 ل كال پورې په افغانستان كې د سندرو 15 البومونه خپروي او ترهغې وروسته تر 1380 ل كال پورې په بهرنيو هېوادونو كې د خپلو مينه والو لپاره 13 البومونه چمتو كوي. فرهاد دريا په برېتانيا، فرانسې، هالنډ، سويډن، ډنمارك، سويس، اسټراليا، امريكا، المان، كاناډا او نورو هېوادونو كې د كنسرټونو له لارې د افغانستان د فرهنګ او موسيقۍ په شهرت او خونديتوب كې له بريده ډېره هڅه كړېده. د " دريا" غږ د افغانستان د يووالي او يوځايتوب غږ بلل كيږي او ټول قامونه يې له خپلو حنجرو نه راوتلى غږ انګيري. فرهاد دريا، چې اوس د سندرو او موسيقۍ په برخه كې د يوه ځانګړي سبك څښتن بلل كيږي ، استادقاسم، استاد سراهنګ او استاد اولمير خپل " غيرمستقيم" ښوونكي بولي او د احمدظاهر او نورو سندرغاړو له الهامي اغيز څخه يادونه كوي. " دريا" ظاهر هويدا يو داسې كس بولي، چې د هنري ودې لپاره يې له هڅو او هلوځلو سپما ونه كړه. فرهاد دريا په دې وروستيو كې پتېيلې ده، چې د پښتو ژبې پر نوې موسيقۍ كار وكړي ، ولسي سندرې" بابولالې، لښته د چندڼو او...." سره راغونډې كړي او د ولسي اونوې مډرنې موسيقۍ په ملتيا څو ښكلي پښتو البومونه خپاره كړي. دريا د پښتو ژبې د نوې موسيقۍ لپاره د پيرمحمدكاروان، دروېش دراني، عبدالباري جهاني، رحمت شاه سايل، مصطفى سالك، غفور لېوال او نورو نوښتګرو شاعرانو شعرونه راټول كړي او غواړي د سندرو يو ښكلى او مډرون البوم راوباسي. فرهاد دريا څو څو ځله د كال د غوره سندرغاړي ستاينوم ګټلى، په پيل كې د 1369ل كال په مني كې په افغانستان او په دې وروستيو كې د 1380 ل كال په اوړي كې په ډنمارك كې د غوره سندرغاړي په ستاينوم ونمانځل شو. دريا تېر كال كابل ته سر راجوت كړ او د كنسرت له لارې يې د خپلو زرګونو مينه والو زړونه ورخپل كړل، اوس به ګورو ، چې فرهاد دريا له ښارګوټي سره څه كوي؛ هغه ښارګوټى، چې تېر كال يې له هنروالو سره يوځاى بنسټ كېښود، ايا بېرته به راشي او كه نه له بهره به يې سمبالښت پر غاړه اخلي.